خوست کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یاده نښته په ورزیو کلي کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.