خبرتیا!
د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د 31 مې غونډې پربنسټ، چې له 13/1/1402نېټې سره برابره ده، پرېکړه وشوه چې؛
د امیرالمومنین حفظه الله د 519 ګنې فرمان د تطبیق په موخه په ټول هیواد کې د نقلیه وسایطو په ښېښو د تور رنګ، بېلابېلو سټيکرونو او ټول هغه څه، چې د خلکو د هویت په پېژندلو کې ستونزې منځ ته راوړي، منع ګرځول شوي دي..
په دې توګه د کورنیو چارو وزارت ټولو اړونده منسوبینو ته سپارښتنه کېږي، چې د یاد فرمان د پلي کېدو په برخه کې د شرعي اصولو او د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د هیواد د ټولو قومندانیو، پوستو او چیک پواینټونو اړونده منسوبینو ته لارښوونه کيږي، چې هغه سپارښتنې او مکلفیتونه، چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت له لوري په یو ځانکړي حکم کې درپېژندل شوي دي؛ عملي کړي.