حیات الله حیات: د مشرقي زون د پولیسو منسوبینو  د تشکیل او تجهیزاتو ستونزې به ژر تر ژره حل شي

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۴ - ۹:۴۷
8

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات پرون ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو او ولسوالیو له امنیه قوماندانانو او همدارنګه د جلال اباد ښار د حوزو له امرینو سره د یاد زون د امنیتي وضعیت د ارزونې او همداراز د ستونزو او ننګونو د حل په پار وکتل.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په یاده کتنه کې د امنیت د ټینګښت او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د پولیسو منسوبینو هڅې او سرښندنې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د یادو ولایتونو د تشکیل، تجهیزاتو او محاربوي وسایلو ستونزې به ژر تر ژره حل شي.
ښاغلي حیات د منبر، خلکو او پولیسو تر منځ د واټن ختمول خپل کاري لومړیتوب یاد کړ او مسوولینو ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د لا پاملرنې او مسلکي چلند لارښوونې وکړې.