تګلاره کې بدلون

moi-af

د کابل ښاریانو لپاره د ریښتیني رواني امنیت رامنځته کول، د امنیت د ټینګښت له نوې لارې سره ځان نښلول، د پولیسو لپاره د سري او تر پوښښ لاندې برخو پراختیا، د ترهګرو غافل ګیر کول، د خوځښت او چټکتیا لپاره د ګام پورته کولو په موخه؛ د کورنیو چارو وزارت له لوري په عملي توګه د هغه ثابتو پوستو د لرې کولو لپاره ګام پورته شوی چې موثریت یې نه درلود او پرځای یې په ناڅاپه توګه ګرځنده ګزمې زیاتې شوې دي.
دا لړۍ د کابل په ۱۱ مه ناحیه کې بشپړه شوې او په ټول کابل کې به پلې شي.
له کابل ښاریانو هیله لرو، تر څو له ښاري ګزمو سره مرسته وکړي او مشکوک ټکي د تېر په څېر راپور ورکړي.
دا تګلاره د وخت او سرچینو د موثریت د مدیریت سربېره؛ پولیس د اټکل او اغېزمنتیا له حالته وباسي او جنایتکارې شبکې له ګیچ او ناڅرګنده حالت سره مخ کوي.
پولیس د ډزو حق لري؛ د پولیسو قوماندې ته درناوی وکړئ.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۶ - ۹:۱۶
Background image

د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

د کابل ښاریانو د عامه امن او نظم د لا ښه ټینګښت په موخه خبر ورکول کېږي چې:
۱. د وسلو د لېږد ټول هغه کارتونه چې بېلګه یې ورسره خپره شوې او تاریخ یې پای ته رسېدلی، باطل دي؛ یاد کارتونه او . . .

دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!

په ټولنه کې د ښه امنیت او عامه نظم ټینګول، د هر هېوادوال غوښتنه ده او په دې برخه کې د هېوادوالو رول با ارزښته او د پام وړ دی.
د کورنیو چارو وزارت د امنیت په ټینګښت کې، د خلکو له فعاله . . .

یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

د هېواد عزتمنو وګړو ته د آسانتیاوو د برابرولو او د ترافیکو د نظم د راوستو په موخه له دې وروسته د کورنیو چارو وزارت هیڅ جګپوړي کارکوونکي نشي کولای چې د تګ را تګ په وخت کې واټونه د ترفیکو . . .

Back to announcements