تښتول شوی ماشوم له انسان تښتوونکو وژغورل شو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۱:۳۰
sfsfsf

د ننګرهار امنیه قومندانۍ امنیتي منسوبینو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د یو کشفي عملیات په ترڅ کې یو ماشوم چې شپږ ورځې وړاندې سړي تښتوونکو تښتولی و او له کورنۍ څخه یې ورته ډېرې پیسې غوښتې، ژغورلی او خپلې کورني ته یې سپارلی دی.
د یادولو ده چې انسان تښتوونکي په تېښته بریالي شوي چې د پولیسو تر جدي څار لاندي دي.