تخار کې د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون مشر مولوي بشیر وژل شوی او نومول شوی مرستیال یې نیول شوی

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۵
6

د تخار – کندز پر لویه لار د اکبرخان او قلبرس په کلیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوې ضد حملې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د نومول شوي نظامي کمېسیون مشر مولوي بشیر وژل شوی او نومول شوی مرستیال یې قاري یعقوب له یو بل غړي سره نیول شوي دي.
ترهګرو طالبانو ته تړلو جنګیالیو د تخار – کندز پر لویه لار ملکي خلک او امنیتي او دفاعي ځواکونه هدف وګرځول، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو طالبانو پر وړاندې په ځوابیه غبرګون کې د مولوي بشیر په ګډون درې ترهګر طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي. پدې برید کې د قاري بشیر مرستیال قاري یعقوب او د دې ډلې یو مهم غړی نیول شوي دي.
له خاورې او خلکو د سپېڅلې دفاع په لار کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو سرباز شهید شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.