تخار کې دوه تنه د وسایطو د غلا په تور نیول شوي.

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په تالقان ښار کې دوه تنه د لېږدوونکو وسایطو د غلا په تور نیولي.
یادو کسانو یوه میاشت دمخه یو مازدا ډوله موټر د تخار ولایت د مرکز له اړوند سیمو غلا کړی و، چې د پولیسو له خوا له پېژندنې وروسته ونیول شو.