تخار او کندهار کې پنځه برید کوونکي ووژل شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۴:۳۷
5

د تخار ولایت پولیس په ورسج ولسوالۍ کې له درېیو تنو وسله والو برید کوونکو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې درې واړه وژل شوي دي.
یادو کسانو د قتل، وسله الو غلاوو او زورواکۍ په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه درې میله کلاشینکوفونه او یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همدراز د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم پر ملکي خلکو دوه برید کوونکي د پولیسو لخوا وژل شوي دي.