تخار، کندهار او غور کې د ترهګرو طالبانو بریدونه شنډ او د طالبانو د دوه کلیدي غړو په ګډون ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ترهګرو طالبانو په تخار، کندهار او غور ولایتونو کې د ملي امنیتي ځواکونو بر پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او له امله یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د تخار ولایت د هزارسموچ ولسوالۍ په "قره تاش او ایلپتو" کلیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي غړي "قاري سعادت" په ګډون د یادې ډلې دوه غړي وژل شوي او دوه نور یې ټپيان دي.
همداراز د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په "جهانګیر ماده" سیمه کې د ملي امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ په یوه بله مشابه نښته کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په "ګادرو" سیمه کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه غبرګون کې هم د طالبانو یو مهم غړی "محمدګل" وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په دې نښتو کې د هېواد ملي امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.