تخار، ننګرهار، هرات، فاریاب او دایکندي کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۹:۳۲
4

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په تخار، ننګرهار، هرات، فاریاب او دایکندي ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په پایله کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې درې تنه له درې نیم کیلو ګرامه هیرویینو، ۱۳ کیلو ګرامه چرسو او یو عراده موټر سره یو ځای نیول شوي دي.
همداراز د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ، د فاریاب ولایت د میمنې ښار د درېیمې ناحیې او د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې څلور تنه د تریاکو، هیرویینو، ښيښه او امفتامینو د پلور په تړاو له دوه میله تفنګچو سره یو ځای نیول شوي دي.