بلخ کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي.

moi-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۲:۱۴
x
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بلخ ولایت په بېلابېلو برخو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي غړي ملا خادم په ګډون شپږ نور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
همداراز په دې عملیاتو کې د بلخ ولسوالۍ اته کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه په بشپړ ډول پاک شوي او د ترهګرو طالبانو یو عراده موټر او درې عرادې موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې ملا خادم د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی و، چې د ترهګریزو پېښو په جوړولو کې یې لوی لاس درلود.