بلخ کې اته ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۰:۱۸
i

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړې عملیات قطعې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ګډ د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د بلخ ولسوالۍ په علم خېلو کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې د هوايي ځواک په ملاتړ یې اته ترهګر طالبان وژلي دي.
په یادو عملیاتو کې یو میل کلاشینکوف، دوه میله راکټ انداز او یو ۸۲ ملي متري توپ له څلور ډزه ګولیو سره د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.