بلخ او لوګر کې دوه ترهګر طالبان ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان نیولي دي.
یاد کسان د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ او د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.