بغلان ولایت کې د ترهګرو طالبانو یو ازاد شوی غړی د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شو

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۱:۷
۶

په بغلان ولایت کې د ترهګرو طالبانو یو ازاد شوی غړی د وسلو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.
د ترهګرو طالبانو یاد غړی تېر کال له محبس څخه ازاد او یو ځل بیا د طالب ترهګرو له لیکو سره یو ځای شو. نوموړي په کندوز ولایت کې د طالبانو د اکمالاتو مسوولیت پر غاړه درلود.
د ترورېزم او همدارنګه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یاد کس هغه مهال د بغلان ولایت په اړوند سیمو کې نیولی، چې غوښتل یې ۱۳ قبضې تومانچې، یو میل کلاشینکوف او یو اندازه مهمات د یوې واسطې په وسیله کندوز ولایت ته طالب ترهګرو ته ولېږدوي.