بدخشان کې لسګونه کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د بدخشان امنیې قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د یو پلټونکي اقدام پایله کې یو تن چې غوښتل ۳۷ کیلو ګرامه نشهیي توکي قاچاق کړي د یاد ولایت په باغمبارک سیمه کې نیولی دی.
په ورته وخت کې، د بهارک ولسوالۍ پولیسو ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه له ۹ بوریو خامو چرسو او یوه اندازه د چرسو له بوټو سره نیولي دي.