بدخشان کې د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو يوه کارخونه له منځه يوړل شوه

د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو د توليد يوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د دې عملياتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو يو عراده موټر سايکل او ٦۵ کيلو ګرامه هيرويين هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.