بدخشان کې درې وسلوال غله له شل میلونه غلا کړیو افغانیو سره ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت د بدخشان امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو نن (چهارشنبه) د راغستان ولسوالۍ پر لاره درې تنه وسلوال غله ونیول، چې د یو شمېر سوداګرو څخه یې دوه سوه لکه افغانۍ غلا کړې وې. د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته، موضوع د بدخشان د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو تر جدي څارنې لاندې ونیول شوه چې په پایله کې د یفتل ولسوالۍ زړورو د پولیسو منسوبینو یاد غله د غلا شوو پیسو سره یو ځای ونیول.
یاده لاسته راوړنه د ولایت په کچه د امنیت د ټینګښت او له جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي. دا مهال له نیول شوو کسانو څخه څېړنې روانې دي او له بشپړتیا وروسته به د هغوی دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.