بدخشان ته د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین سفر 

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۵۴
ف

پرون د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او د ملي امنیت شورا ستر سلاکار ډاکټر حمدالله محب د بدخشان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف دې ولایت ته سفر کړی و.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت په بدخشان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات د ستاینې وړ وبلل او ویې ویل، چې په دې وروستیو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو دښمن ته د جګړې په ډګر کې درنه ماته ورکړې او ګڼ شمېر سیمې یې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
ښاغلي سعادت په بدخشان کې د امنیتي ځواکونو له بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو لیدنه وکړه او زیاته یې کړه، چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په بې ساري ډول، خپلواک او په سپر سینو جګړه کوي او د دښمن جګړه ییز مورال یې له منځه وړی دی. 
پدې سفر کې د امنیت شورا د ستر سلاکار ډاکټر حمدالله محب ملتیا چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین کوله، په بدخشان کې یې له ګڼ شمېر سیمو په ځانګړې توګه له هغو ولسوالیو لیدنه وکړه، چې پخوا طالب ترهګرو هلته د دولت او خلکو په وړاندې وسلې په اوږه کړې وې او اوسمهال امنیتي ځواکونه پکې پلن وو.
ښاغلي حمدالله محب او خوشحال سعادت په بدخشان کې له عامو خلکو، متنفذینو او مشرانو سره هم لیده کاته درلودل او دوی ته یې د امنیت د ساتنې ډاډ ورکړ.