بدخشان او کندز کې له دوه چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۱:۴۱
r

د بدخشان او کندز ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د فیض اباد ښار اړوند د وزلوبې په میدان کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې پولیسو کشف او له منځه وړی.
همداراز ترهګرو طالبانو پر کندز ښار د برید په هدف یوه درنه سرګلوله ځای پر ځای کړې وه، چې له توغولو مخکې پولیسو کشف او له منځه وړې ده.