بدخشان او نیمروز کې د لسګونو کیلوګرامو تریاکو او شیشې د قاچاق مخنیوی وشو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۲۵
sdff

د نیمروز نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې د څو جلا عملیاتو پایله کې ۳۹ کیلوګرامه تریاک او ۲۱ کیلوګرامه شیشه کشف کړې او په تړاو یې څلور تنه نیولي دي.
همداراز،  د بدخشان امنیې قومندانۍ نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو یو تن د اووه کیلوګرامو تریاکو په تړاو د یاد ولایت د کشم ولسوالۍ د پل بیګم سیمې په مربوطاتو کې نیولی دی.