بادغیس کې ۲۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۹:۴۲
ب

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو سره یو ځای د باغیس ولایت په باغک سیمې کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.