اوو ولایتونو کې؛ د نشه یي کروندو اړولو ترڅنګ ۱۶ کسان نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۱:۴۰
sfgdasfaasf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو هرات کې ۱۲ کسان له ۵ کیلو شېشې، درې کیلو اپینو او ۳۷۵۰ لیټرو تيزابو سره نیولي دي. دې ته ورته، یو تن په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو او ٣ تنه په کابل او بغلان کې د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
همداراز، غور کې د ومانو دوه کارخونې او ارزګان کې ۲۴۰۰ کیلو ومان ترلاسه او سوځول شوي دي.
ورته مهال، نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام په ارزګان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونو کې نشه یي کروندې اړولي دي.