امنیتي ځواکونو؛ په اوو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۳۱ تنه ونیول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۴۲
asdfasf

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، جوزجان، سمنګان، بلخ، سرپل، هرات او پنجشیر ولایتونو کې ۳۱ تنه د غلاوو، قمار او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

ددوی له منځه، درې تنه په سمنګان، درې تنه په سرپل، درې تنه په هرات او یو تن په پنجشیر کې د بېلابېلو غلاوو په تړاو نیول شوی دی.

له بل لوري، اوه تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز او اته تنه د قمار په تړاو د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
یاد کسان به د لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.