امنیتي ځواکونه: ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي
د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ له تېرې اونۍ راهیسې اته تنه د غلا، یو تن د وژنې، درې تنه د کورني تاوتریخوالي او جنګ کولو په تړاو او یو تن د اخلاقي فساد په تړاو د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي دي.
ورته مهال پولیسو د هرات په شین ډنډ ولسوالۍ کې یو تن د درې موټر سایکلونو د غلا په تړاو نیولی دی.