د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو مسؤلینو د شرطې ځانګړو ځواکونو له لویې قوماندانۍ لیدنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت درستیزوال لوی پاسوال مولوي حزبالله افغان او د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معین لوی پاسوال مولوي سعیدالله حماس د شرطې ځانګړو ځواکونو له لویې قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې راغلي پلاوي د شرطې ځانګړو ځواکونو له لوی قوماندان پاسوال مولوي محمدامین جان فتحالله، درستیزوال مل پاسوال مولوي محمد صابر (علي انس)، ولایتي مرستیال مل پاسوال مولوي جانان عزیزي او یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل او د یادو ځواکونو د فعالیتونو، اداري چارو او د کاري بهیر په اړه یې خبرې اترې وکړې.
د لیدنې پر مهال د شرطې ځانګړو ځواکونو د مسؤلینو او منسوبینو ترسره شوي فعالیتونه او هڅې وستایل شوې او د چارو د لا ښه والي، د کاري بهیر د اغېزمنتیا او د سپارل شویو مسؤلیتونو د ښه ترسره کېدو په موخه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې شوې.
همدارنګه، د ځانګړو ځواکونو د مسؤلینو له لوري د شته ستونزو او کاري ننګونو په اړه معلومات وړاندې شول، چې د راغلي پلاوي له خوا په غور واورېدل شول او د یادو ستونزو د حل او پر وخت رسېدنې په موخه د لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړل شو.
د یادې لیدنې په پای کې د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ او متقابلې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو د ځانګړو ځواکونو کاري بهیر لا منظم او چارې په اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.