هرات کې د وسلهوالو غلاوو په تړاو ۱۰ تنه له غلا شویو وسایطو او توکو سره ونیول شول
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د دیارلسمې امنیتي حوزې د امنیتي منسوبینو د څو کشفي عملیاتو په پایله کې، د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو غلاوو په تړاو ۱۰ تنه ونیول.
له نیول شویو کسانو څخه درې عرادې درې ټایره زرنج موټرسایکلونه، درې عرادې موټرسایکلونه، دوه میله تومانچې، اووه سیټه غلا شوي مبایلونه او ۳۸ زره افغانۍ نغدې پیسې ترلاسه شوې دي. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.