په بلخ ولایت کې له ۲۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۲۰
شسیبسش

د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري ۸۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته پر ۲۰۱ اړمنو او سوالګرو کورنیو ووېشل شوه چې مخکې په دې ولایت کې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې.

د مرستو ترلاسه کوونکو کسانو خوښي څرګنده کړه او  د اسلامي امارت له مسؤلینو یې د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې په میاشتنۍ او دوامداره توګه مرستې وشي.