د نشه‌يي توکو د تولید او پلور په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۳
df

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په کندهار ولایت کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه، له ۱۴۰۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو بنسټیزو توکو سره، او په کابل ولایت کې سلګونه نشه‌يي ګولۍ، له یوه اندازه تریاکو، چرسو او شیشې سره کشف او ضبط کړي دي.

د یادو قضیو په تړاو ۱۱ تنه هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به د شرطې له لوري عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.