په بدخشان کې ۱۳۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۹
asdfas

د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو څلور تنه د ۱۳۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو د دغه ولایت د تشکان ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه دوه میله ایم‌فور وسلې هم ترلاسه شوې دي. د یادو کسانو دوسیې به د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.