د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره د اړتیا وړ د څښاک اوبو د یوې حلقې څاه د کیندلو چارې پروژ
Publish Date
Closing Date
په دی توګه د ملی تدارکاتو ریاست د تدارکاتو د پالیسی آمریت د (20580) شمیره متحدالمال د دویمی مادی د (6) بند پربنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره د اړتیا وړ د څښاک اوبو د یوې حلقې څاه د کیندلو چارې پروژې تړون چې شرکت ساختمانی و سرکسازی خالد فواد ملکزاده ته چې د جواز شمېره یې (100698) او د میوند سړک، د محمد ګل خان مارکېټ، لومړۍ ناحیه، کابل مرکز کی موقعیت لري په (945،600) افغانۍ ټوليزې بیې اعطا کړی.حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري،کولای شي خپله نیوکه له دلایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځه کاری ورځو پورې په لیکلي بڼه د کورنیوچارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په 80 متره سړک موقعیت لري وړاندې کړي. د ا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون عقد نه شي.
