ددی وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا لپاره د دوو قلمه پواینټ ټو پواینټ Point-to-Point)) وسایلو تدارک او چمتو کولو پروژه
Publish Date
Closing Date
پدی توګه د ملی تدارکاتو ریاست د تدارکاتو د پالیسی آمریت د (20580) شمیره متحدالمال د دویمی مادی د (6) بند پربنسټ ټولو داوطلبانو ته خبرورکول کیږی چی دکورنیو چارو وزارت په نظرکی لری چی ددی وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا لپاره د دوو قلمه پواینټ ټو پواینټ Point-to-Point)) وسایلو تدارک او چمتو کولو پروژه د بیع بالتقسیط پربنسټ د اکاشیا تکنالوژی شرکت سره چی د (56026) جوازنمبرلرونکی ده اوپه مسلم پلازا شهر نو چهارراهی حاجی یعقوب ناحیه 10، مرکزکابل، کابل کی دایمی موقعیت لری په (4,135,000.00) څلور میلیونه یو سلو پنځه دیرش زره افغانی ټولیزی قیمت اعطا کړی .
حقیقی اوحکمی کسان چی په دی برخه کی هرډول نیوکی (اعتراض) ولری ، کولای شی چی خپله نیوکه له دلایلو سره یوځای ددی خبرتیا دخپریدوله نیټی څخه تر 5کاری ورځو پوری په لیکل شوی بڼه دعقودو قانون او د (010) امریه سره سم دکورنیوچارووزارت دتدارکاتو ریاست ته چی دکابل نړیوال هوایی ډګر په ۸۰ متره سړک کی د آریا ښارګوتی ته مخامخ موقعیت لری وړاندی کړی .
دا خبرتیا دټړون دعقد په معنی نه ده اود پورته یاد شوی مودی او ورپسی قانونی پړاونو تربشپړیدو پوری به تړون عقد نشی .
