​په هرات ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۴ تنه ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۹:۹
adsafd

​د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د یاد ولایت په اړوندو سیمو کې ۲۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

​له نیول شویو کسانو څخه یو زر او ۲۰۱ دانې نشه يي ټابلېټونه، له یو کیلوګرام څخه زیات چرس او یو مقدار تریاک او شیشه هم ترلاسه شوي دي.