د پکتیا پولیسو ۸۴ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې
د پکتیا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۸۴ میله ډول ډول وسلې، چې په ناقانونه توګه ساتل کېدې، کشف او ضبط کړې دي.
یادې وسلې په ناقانونه توګه کارول کېدې، چې تر راټولېدو وروسته د اړوند ډایاک مدیریت ته وسپارل شوې.
د پکتیا پولیس د یاد ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي، چې د عامه نظم او امنیت د ټینګښت په موخه به هېچا ته اجازه ورنهکړي، څو د جنايي او مشکوکو کړنو له لارې عامه امنیت ګډوډ کړي.