کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین پروان ولایت ته سفر وکړ

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۱۱
سیشبشسیب

ستر پاسوال الحاج ملا محمد ابراهیم صدر د یوه پلاوي په مشرۍ پروان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د محلي مسوولینو، علمای کرامو او قومي مشرانو سره لیده کاته وکړل.
هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري ستر امنیتي معین او ورسره مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د اسلامي نظام په راتګ او ساتلو کې یې د مجاهدینو د قربانیو یادونه وکړه او  ټینګار یې وکړ چې د دغه سپېڅلي اسلامي نظام په ساتلو کې باید لاسونه یو بل ته سره ورکړو.
وروسته ښاغلي صدر په خپلو خبرو کې، د اوامرو په اطاعت، د امنیتي ځواکونو تر منځ پر همغږۍ، د نشه یي توکو سره جدي مبارزه، د یونیفورم پر استفادې، له قومي او ژبني تعصب څخه ځان ساتلو او د لیاقت پر اساس پر مقرریو باندې ټینګار وکړ.
په پای کې یاد پلاوي د امنیه قومندانۍ له بېلابېلو برخو او شعباتو لیدنه وکړه او د دوی کړنې یې له نېږدې و ارزولې.