کورایمس سیسټم (core IMS) فعالولو ښوونیز سیمینار په کنړ ولایت کې پای ته ورسېد

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۳۹
sadf

یاد روزنیز سیمینار چې د کورنیو چارو وزارت د کورایمس امریت له لوري د کنړ ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو لپاره په لاره اچول شوی وو، په کامیابۍ سره پای ته ورسېد.
مسوولینو په خپلو خبرو کې، د داسې سیمینارو په ارزښت خبرې وکړې  وویل چې د داسې زده کړو برابرول د منسوبینو د وړتیا لوړونې، د کارونو ښه والی او د ادارو په روڼوالي کې ډېره مرسته کوي.
د سیمینار په پای کې په فارغو شویو منسوبینو د فراغت سندونه ووېشل شول.