۹ ولایتونو کې؛ ۲۱ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیول شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۲۱ د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو په د کندز، خوست، ارزکان، پروان، بغلان، بامیان، تخار، کاپیسا او پکتیکا په ولایتونو کې نیولي.
د نیول شویو کسانو څخه ۸۶ کیلو ګرامه خام چرس، په سلګونه لیټره الکوي مشروبات، ۵ کیلو ګرامه کرستال او یوه اندازه پوډر، شیشه او نشه یي ګولۍ تر لاسه شوي دي.