د زابل امنیه قوماندان د شملزو ولسوالۍ امنیه قومندانۍ او د ډیورنډ فرضې کرښي د امنیتې پوستو څخه لیدنه وکړه
د یاد ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالحلیم حلیمي او ورسره مل پلاوي یې د شملزو امنیه قومندانۍ او ډیورنډ فرضي کرښې له پوستو لیدنه وکړه، د خپلو سرتېرو حال او شته امکانات یې له نېږدې وکتل او پر فرضي کرښه یې د خپلو سرتېرو مورال مثبت وارزاوه او دوی ته یې ډاډ څرګند کړ چې په هر حالت کې مونږ او ولس ستاسو سره اوږه په اوږه ولاړ یو.