پولیسو ځواکونو په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د چرسو د تولید او پروسس یو کارخونه کشف او لمنځه وړې
د پکتـيا امنيه قومندانۍ اړوند د ځاځي اريوب ولسوالۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یادې ولسوالۍ په اړونده سیمو کې د چرسو د تولید او پروسس یو لویه کارخونه کشف او لمنځه وړې.
له یادې کارخونې ١٢ کیلو ګرامه خام چرس او پنځه بوجۍ د چرسو جوړولو نور مواد ترلاسه او لمنځه وړل شوي.
بلخوا امنیتي ځواکونو دری تنه په نشو روږدي کسان له ډنډ پټان ولسوالۍ څخه راټول او د درملنې په موخه یې اړونده روغتونونو ته لیږدولي.