پنځو ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۳ تنه نیولي او پنځه میله وسلې ترلاسه کړي دي

امنیتي ځواکونو د غلا او انساني قاچاق په تړاو په هرات، پروان او غزني ولایتونو کې ۱۳ تنه نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.
د نیول شوو کسانو لهمنځه، اوه تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، درې تنه په هرات، دوه په پروان او یو بل تن د غزني ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
په ورته وخت کې، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو څلور میله ناقانونه وسله په پکتیا او یو میل د هرات ولایت په مربوطاتو کې نیولې او ضبط کړې ده.