خوست کې یو تن له زرګونه نشه‌یي ټابلیټونو سره ونیول شو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۵۰
سیبشسب

د خوست امنیې قومندانۍ نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د اسماعیل خیلو او مندوزيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو پلټونکي عملیات په مهال یو کس له ۵ زره او ۲۳۶ نشه‌یي ټابليټونو سره لاس په لاس نیولی دی.
یاد کس د پولیسو تر څار لاندې دی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.