پنځو ولایتونو کې پولیسو ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۵۰
شسیبشسب

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې  د غلا، وژنې، وسله والې نښتې او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۱ تنه نیولي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

له منځه یې، اته تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، دوه تنه د وژنې په تړاو په کندوز، پنځه تنه له دوه میله وسلې سره د غلا او وسله والې نښتې په تړاو په سرپل او شپږ تنه نور د غور او هرات ولایتونو په مربوطاتو کې نیول شوي دي.