په هرات ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۴ تنه ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د یاد ولایت په اړوندو سیمو کې ۲۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه یو زر او ۲۰۱ دانې نشه يي ټابلېټونه، له یو کیلوګرام څخه زیات چرس او یو مقدار تریاک او شیشه هم ترلاسه شوي دي.