۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۲ تنه نیولي او وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۲
dafda

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۳۲ تنه د غلاوو، وژنې، قمار او انساني قاچاق په تړاو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له منځه یې، شپږ تنه د یو موټروان د وژلو په تړاو په پروان، شپږ تنه د قمار په تړاو په کندز، پنځه تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، نهه حرفوي غله په هلمند، دوه تنه په بلخ، دوه تنه په هرات او دوه ماهر او وسله وال غله د غزني ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
په ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یوه اندازه وسلې او مهمات په نیمروز، ۹ میله کلاشینکوفونه په نورستان او دوه میله نوره وسله د بلخ ولایت په مربوطاتو کې موندلې او ضبط کړې ده.