یو حرفه یي سوالګر د ۱۱۰ زره ۵۰۰ افغانیو سره په فاریاب کې ونیول شو
د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو، د سوالګرو راټولولو د کمیسیون سره په همغږۍ، یو تن حرفه یي سوالګر د یاد ولایت د خشتي جومات په انګړ کې، ونیولو. د څېړنو نه وروسته د نیول شوي کس د اوسېدو په ځای کې، ۱۱۰ زره ۵۰۰ افغانۍ تر لاسه شوي. د ویلو وړ ده چې، د سوالګرو د راټولولو او د دوی د ژوند د وضعیت څېړلو هڅې، د ولسونو د احساساتو نه د غلطې ګټې اخیستنې او ستونزو ته د رسېدو په موخه د میمنې په ښار کې دوام لري.