کابل ښار کې د اورلګېدنې د پراخېدو مخه نیول شوې او د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت شتمنۍ ژغورل شوې ده.
پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست مسلکي منسوبینو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د قاضي پلازې په ودانۍ کې رامنځته شوې اورلګېدنه پر وخت مهار کړې ده.
ددې رياست منسوبینو د چټک اقدام او پر وخت رسېدو په پایله کې اور کنټرول شوی، د شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت مالي شتمنۍ ژغورل شوې او د اورلګېدنې د پراخېدو مخه نیول شوې ده.
پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست منسوبین د خلکو د ژوند او مال او د عامه شتمنیو د ساتنې په موخه شپه او ورځ خپلو خدمتونو ته دوام ورکوي.