څلورو ولایتونو کې پولیسو ۲۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۵۹
adfaf

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په فراه، هرات، بلخ او اورزګان ولایتونو کې د غلا، وژنې او د جعلي پیسو د پلور په تړاو ۲۴ تنه نیولي او له څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.

لمنځه یې، یوولس تنه د غلا په تړاو په فراه، ۱۱ تنه د غلا، وژنې او نورو جنایي جرمونو په تړاو په هرات، یو تن د جعلي بانک‌نوټونو د پلور په تړاو په بلخ او یو بل تن د ۶۰۰ زرو افغانیو د غلا په تړاو د اورزګان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.