پکتیا کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ونیول شول
د پکتیا امنیې قومندانۍ د لویې لارو د امنیتي کنډک پولیسو د خوست پل په پوسته کې د تلاشۍ پر مهال درې میله ناقانونه توپنچې او ۷۵۰ د توپنچو مرمۍ کشف او ضبط کړي او د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.