پکتیا کې ګڼ شمېر مهمات او چاودېدونکي توکي کشف شول
د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د ځاځياریوب ولسوالۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یادې ولسوالۍ د عليخېلو په سیمه کې د درنو وسلو ګڼ شمېر مرمۍ او چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړل. په کشف شوو توکو کې ۵۰ فیره د شولکا مرمۍ، ۱۷ فیره د هاوان مرمۍ، ۲۳ د پرسونل ضد ماینونه، ۹ د هاوان سرګلولې او نور بېلابېل مهمات شامل دي.