په ۶ ولایتونو کې ۲۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په جلا جلا عملیاتو کې ۶ غله په هرات، ۵ تنه په فراه، ۳ تنه په کندوز ښار، ۳ تنه په امام صاحب ولسوالۍ، ۳ تنه په پلخمري ښار، ۱ تن د موټر د غلا په تړاو په پکتیا او ۳ تنه د مرغانو د ښکار په تړاو په نیمروز ولایت کې نیولي دي.