په ۶ ولایتونو کې؛ ۲۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول او یو شمېر وسلې او مهمات کشف شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۵۱
adfasf

د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د هېواد په څو ولایتونو کې د بېلابېلو جلا جلا عملیاتو پر مهال ۲۴ تنه د غلا، قاچاق او د خلکو د ځورولو په تړاو نیولي دي.

له ډلې یې؛ ۹ تنه غله او ۲ تنه د قمار په تړاو په هرات ، ۵ تنه د یو کس د شفتالو د ونو د پرېکولو او نړولو په تړاو د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې، ۴ تنه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۷۰ کیلوګرامه د انسانانو د ویښتو د قاچاق په تړاو، ۲ تنه غله په لوګر، یو تن د غلا په تړاو په غزني او یو بل تن د فاریاب ولایت په فردوس ولسوالۍ کې د خلکو د ځورونو په تړاو، چې یوه میله وسله هم ورسره وه، نیول شوي دي.

همداراز، د پولیسو ځواکونو د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې له یو غیرمسؤول کس څخه یو میل کلاشینکوف، درې شاجورونه او ۱۷۰ فیره مرمۍ، او همدارنګه د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې یوه میل توپنچه له درې شاجورونو سره کشف او ضبط کړې دي.